برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د قدس په ملاتړ نیم ملیون خلکو مظاهره

د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې نیم ملیون خلکو د قدس شریف په ملاتړ او پر ظلم باندي د لعنت په نامه مظاهره وکړه.



دوی چې شمېر یې د ترکي رسنیو په حواله تر پنځه سوه زره زیات وو، د جمعې د لمانځه وروسته د استانبول ښار په «اقصراي» سیمې څخه بیا د «یني قابي» تر میدان را ټول شوي وه او شعار یې ورکوی چې مسلمانان به کله هم د قدس شریف څخه تنازل ونه کړي او دغه ښار به د تل لپاره د مسلمانانو پلازمینه وي.
دوی چې د اقصی او قبة الصخره مساجدو انځورونه ورسره وه، د ځانه سره د ترکي او فلسطیني بیرغونو تر څنګ یې په وروستیو ورځو کې د فلسطیني مړو او ټپیانو انځورونه هم لیږدول او د اسرائیل او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول.
دغه مظاهره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان را بللې وه او هدف یې د فلسطیني ولس سره خواخوږی څرګندول او همداسي قدس شریف ته د امریکا د سفارت نقلول یې غندل و.
ددې تر مخه د ترکیې ولسمشر اردوغان د فلسطین د شهیدانو د غندلو تر څنګ په ترکیې کې درې ورځي ملي ماتم اعلان کړی وو او د اسرائیل سره یې دیپلوماتیکي اړیکي تر پریکولو تر څنګ دغه هیواد یو قاتل او تروریست هیواد بلل و.

شریک یي کړئ!