برخه -څانګه : accidents, security, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر له خوا د فلسطینیانو د ویشتلو اجازه صادره شوه

د صهيونېسټ رژيم لومړي وزير د دغه رژيم پوځيانو ته اجازه ورکړه پر فلسطيني ولس ډزې وکړي.


د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر یائیر لاپید اسرائیلي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې پر فلسطیني ځوانانو ډزې وکړي.

د صهیونیسټي رسنیو د راپور له مخې لاپید دغه څرګندونې د صهیونیسټي رژیم د داخلي امنیت له وزیر اومر بارلیو سره له کتنې وروسته وکړې. په دې اړه، هغه وویل چې هر پولیس ځواک  د خطر احساس په محض کې کولی شي پر فلسطینیانو ډزې وکړي.

لاپيد ټينګار وکړ چې د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي. دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر او دکورنیو چارو وزیر په خپلو ګډې غونډې کښې تاکید وکړ چې پر فلسطینیانو د ډزو کولو لپاره دپولیسو په لارښوونو کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی او هر پولیس چې ځان په خطر کښې وینی ډزې کولای شی.

په عین حال کښې انتونیو ګوترش په خپل کلنی راپور کښې څرګنده کړه چې صهیونیسټ رژیم په ۲۰۲۱ میلادی کال کښې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د ۷۸ ماشومانو د وژلې او د ۹۸۲ نورو ماشومانو د معیوبولو مسوول دی

په ۲۰۰۲ کال کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په “شرم لیست” یا “تور لیست” کې هغه سازمانونه او هیوادونه شامل دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې په سیمو کې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي او د دوی نومونه هر کال د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې د “ماشومانو او وسله والو شخړو” په اړه د خپاره شوي لیست له لارې خپریږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي