برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سوډان دکړکیچ په هکله د عربستان او د اماراتو کړچار

آریانانیوز: په تیرو لسو کلونو کښې د سوډان بدلونونو وښودله چې بهرنی هیوادونه ددغه هیواد په کورنیو چارو کښې ښکاره لاسوهنې کوی او په دې هکله له سوډان څخه د جنوبی سوډان(South Sudan,) په جلا کولو کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم رول ته اشاره کولای شو .



د سوډان په اوسنی کړکیچ کښې بهرنی هیوادونه په تیره بیا سعودی عربستان او متحده عربی امارات مهم رول لری او په دې هکله زیات ثبوتونه وړاندې کولای شو .
لومړۍ(۱) دا چې سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په تیرو نهو(۹) کلونو کښې ثابته کړی ده چې په عربی نړۍ کښې د ډیموکراسۍ د غوښتونکو ولسی پاڅونونو په مقابل کښې ولاړ دی په دې ډول چې سعودی عربستان دعربو دانقلابونو ضد دمشر په توګه بلل شوی دی .

دسوډان خلک چې د تیر میلادی کال له دسمبر میاشتې راهسې یې د تیر رژیم پرضد مظاهرې پیل کړی وې په نهایت کښې د روان میلادی کال په اپریل میاشتې کښې بریالی شول ولسمشر عمر البشیر له قدرت څخه لیرې کړی کوم چې دیرش (۳۰)کاله واک په لاس کښې درلود .
د عمر البشیر له څنګ ته کیدا وروسته انتقالی پوځی شورا په سوډان کښې قدرت په لاس کښې واخیست او له دغه پوځی شورا د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د ملاتړ په هکله ډیر ثبوته هم شته .
سعودی عربستان او متحده عربی امارات په هغو لومړیو هیوادونو کښې شامل وو چې په سوډان کښې یې انتقالی پوځی شورا په رسمیت پیژندلی ده .
«القدس العربی» ورځپاڼې په دې هکله ولیکل د عربستان باچا د سوډان د ولسمشر عمر البشیر له څنګ ته کیدا درې (۳) ورځې وروسته یعنی د تیرې اپریل میاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه سوډان ته د درملو او دخوراکی شیانو د استولو حکم ورکړ.
دوهمه(۲) داچې سعودی عربستان د روان میلادی کال د می دمیاشتې په دیرشمه (۳۰) او یودیرشمه (۳۱) نیټه په مکې(Mecca) ښار کښې د عربو هیوادونو دمشرانو او د اسلامی ملګرتیا موسسې د غړو هیوادونو د چارواکو کوربه وو او د سوډان دانتقالی پوځی شورا مشر عبدالفتاح البرهان هم دغه غونډې ته وربلل شوی وو .
دسوډان دانتقالی پوځی شورا مشر عبدالفتاح البرهان په مکې(Mecca) کښې د سعودی عربستان له باچا او ولیعهد سره کتنې او خبرې وکړې .
د سوډان دانتقالی پوځی شورا مشر ته د بلنې هدف دا وو چې سعودی عربستان عبدالفتاح البرهان د سوډان جایز واکمن ګڼی دا په داسې حال کښې دی چې په سوډان کښې د البرهان پرضد ولسی اعتراضونه روان وو .
سوډان ته د عبدالفتاح البرهان له ستنیدا یوازې دوه(۲) ورځې وروسته حکومتی عسکرو چې له دې مخکې یې د اعتراض کونکو پرضد له هرډول تاوتریخوالی ډډه کوله په ملکی اعتراض کونکو بریدونو سره څه دپاسه سل (۱۰۰)عادی ښاریز ووژل .
د سوډان سرچینو وویل په پلازمینې خرطوم کښې د پرلتې وهونکو کسان وژله د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو په اجازې سره وشوه .
دسوډان یوه(۱) متفکر ډاکټر تاج السر عثمان په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوه(۱) پیغام کښې د مکې(Mecca) په غونډه کښې دخپل هیواد(سوډان)د پوځی شورا دمشر ګډون ته په اشارې سره ولیکل پوځیانو د سعودی عربستان دتیلو په پیسو سره روژه تی پرلتې وهونکی ووژل .
دریمه (۳) دا چې ځینو سرچینو په تیرې جمعې ورځ سوډان ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د کشر ورور خالد بن سلمان او د متحده عربی اماراتو په خارجه چارو کښې د سلاکار وزیر« انور قرقاش» او د« محمد بن زاید» د سلاکار«محمد دحلان» د سفر خبر ورکړی دی
ویل کیږی چې د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو د قوماندان« محمد حمدان دوقلو» د عربستان او د متحده عربی اماراتو ددغو کسانو هرکلی کړی وو .
دغه سفر له اوسنی کړکیچ څخه چې د تیرې دوشنبې ورځې له وژلې وروسته رامینځته شوی د سوډان د عسکرو په تیره بیا د انتقالی پوځی شورا دمشر عبدالفتاح البرهان د ژغورلو لپاره ترسره شو .
د پاې ټکی دا چې ګڼ شمیر شناندی باوری دی سعودی عربستان او متحده عربی امارات هڅه کوی په مصر کښې واک ته د عبدالفتاح السیسی رسیدل په سوډان کښې د عبدالفتاح البرهان په هکله هم پلی کړی .
د مصر خبریال او شناند «سامی کمال الدین» په تیرې دوشنبې ورځ د سوډان په پلازمینې خرطوم کښې د خلکو وژله د قاهرې په «رابعه» میدان کښې د ۲۰۱۳ میلادی کال له وژلې سره پرتله کړه .

شریک یي کړئ!