برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سوريې د فوځ هوائي دفاعي ځواک ديارلس توغندي هدف ګرځولي

د يو امريکائي چارواکي د وېنا له مخې چې نوم يې نه دے اعلان شوے په سوريې باندې د امريکې د نن سحر په حمله کښې چې څوګونه اهداف لري له کروز ټاماهاک توغندي استعمال شوي ديد برطانيې د دفاع وزارت هم ادعا وکړ: هغه تاسيسات چې په سوريې کښې پرې حمله شوې ده له هر ډول پېژند شويو نفوسي او غېر فوځي مراکزو څخه لرې وو.


د برطانيې د دفاع وزارت وويل: د دغه هېواد جنګي الوتکو له حمص ښار سره نزدې د سوريې په فوځي تاسيساتو حمله وکړه.
سکائي نيوز ټيلي ويژني چېنل هم نن سحر رپوټ ورکړ چې د سوريې د پائتخت دمشق له څو سيمو څخه د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي. د امريکې سي اېن اېن چېنل هم وويل، په سوريې باندې حمله هوائي او سمندري ده.
الجزيره ټي وي چېنل هم د خپل خبريال له قوله وويل: تر اوسه پورې په سوريې باندې ۳۰ کروز ټاماهاک توغندي ويشتل شوي دي.
له دې سره په يو وخت د سوريې حکومت وويل: د دغه هېواد فوځ د امريکې، برطانيې او فرانسې له ګډې حملې سره د مقابلې په حال کښې دے.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي