برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د روهینګیائی مسلمانانو په ضد جنایتونه نسل وژنه ده

فرانس پریس آژانس راپورورکړی ، د میانمار په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی رپورټر یانګی لی پرون په جینیو ا کې د ملګروملتو دامنیت شورا په غونډې کې ووئیل ، قانع شوی یم ، هغه جنایتونه چې دبرما دمسلمانانو په ضد روان دی ، دنسل وژنې نښې نښانې دی او د میانمار حکومت ئې نیغ په نیغه مسئول دی .

دملګروملتو دغه مسئول مقام په اوور کې د روهینګیائی مسلمانو د ژوندی سوزولو پشمول د دغو سیمو دمسلمانانو دپراخې وژلې په باب باؤری راپورونو ته په اشارې سره هم ووئیل ، تر اوسه پورې میانمار ته دهغه د ورتلو او د دغو جنایتونو ځایونو دلیدو لپاهر دهغه غوښتنو ته بې پامی شوی ده .

دمیانمار په چارو کې دملګروملتو ځانګړی رپورټر زیاته کړې ، دمیانمار دحکومت مشر چې دغه اقدامات ئې نه درولی او نه ئې محکوم کړی او نه ئې د دغو جنایتونو دمخنیوی لپاره کوم اقدام کړی دی، باید ځواب ورکړی .

یانګی لی دغه راز ووئیل د اګست له وروستیو راهسې تر دې دمه د روهینیګایانو د اوسیدو کابو درې سوه نولس کلی په بشبړ ډول له خاورو سره خاورې شوی او د دغو سیمو کابو اوه لکه اوسیدونکی بنګله دیش ته په تښتې کې بریالی شوی دی .

داپه داسې حال کې دی چې د بخښنې دنړیوالې ادارې د بحران د ځواب ویونکی پرورګرام مدیر تیرانا حسن هم په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ، هغه څه چې مونږ ئې دمیانمار په راخین صوبې کې وینو ، د میانمار پوځ دمسلمانانو د اوسیدو په ځایونوم کې پوځی مرکزونه جوړوی ، چې د دغه هیواد دپوځ دغه اقدام ، د مسلمانانو سره د اړونده مالونو اوځایونو نیواک دی .

هغه وئیلی ، دمیانمار پوځ یو ځل بیا د مسلمانانو په ضد په نوی اقدام کې له مسلماناو سره داړونده په کنډوالو بدلو شوو سیمو دنقشې په له مینځه وړلو پسې شوی او غواړی په دغو ټولو سیمو کې پوځی مرکزونه جوړ کړی څو له دې لارې ،د روهینګیا دمسلمانانو په ضد جنایتونو باندې برغولی کیږدی او په دغو سیمو کې دمسلمانانو دشتون هره وسیله له مینځه یوسی ، چې باید ملګری ملتونه د دغه ستر جنایت مخه ونیسی .

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي