برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حج په پیسو سره د یمن خلک وژل

آریانانیوز: دیمن د پوځ د ویاند مرستیال عزیز راشد له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل د حج له مناسکو د سعودی عربستان ترلاسه شوی عاید د یمن دخلکو د وژلو لپاره کارول کیږی...


هغه د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو شتمنۍ ، دامریکا سلطه او د اسرائیلو غوښتنه په یمن د تیریګرو هیوادونو د جنایتونو په وړاندې دنړیوالې ټولنې د چپتیا اصلی عوامل وبلل .
عزیز راشد دغه راز دیمن د بې پایلوټه الوتکو لخوا د متحده عربی اماراتو په دوبۍ(Dubai) هوایی ډګر حملې ته په اشارې سره وویل تیریګر چې د بدمعاشۍ او استکباری سیاستونه د هغوې په تفکر واکمن شوی دی په هر وخت او هر ځاې کښې د یمن دځواکونو په شیشت کښې دی او له دې کبله نشی کولای له هغه جبۍ (Quagmire)څخه چې خپله یې رامینځته کړی ده ووځی .
د یمن پوځ پرون په صماد درې(Sammad-3) ډوله بې پایلوته الوتکې سره د متحده عربی اماراتو په دوبۍ هوایی ډګر حمله وکړه .
دیمن پوځ په تیرې جون میاشت کښې هم توانیدلی وو له لر واټنه بې پایلوټه الوتکې په استفادې سره د سعودی عربستان د تیلو د ارامکو شرکت په چاڼ ځاې حمله وکړی .

شریک یي کړئ!