برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۴ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ترکیې امنیتي ځواکونو په استانبول کې د داعش ۱۵ غړي نیولي دي

آریانانیوز: د ترکیې امنیتي ځواکونو په استانبول کې ۱۵ تنه د داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور ونیول.


دغه کسان د ترکیې د استخباراتو د ادارې (MET) او د ترکیې د پولیسو د تروریزم ضد څانګې په عملیاتو کې د استانبول په مختلفو سیمو کې نیول شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، نیول شویو کسانو مظنون دی چې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې څخه یې د سویډن او هالنډ پر کونسلګریو او همدارنګه په استانبول کې د عیسویانو او یهودانو پر عبادت ځایونو د بریدونو امر ترلاسه کړی و.

ترکي رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، که څه هم له داعش ترهګرې ډلې سره د دغو کسانو تړاو تایید شوی، خو د دغو بریدونو لپاره د دوی د چمتووالي په اړه کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.

د دې عملیاتو په اړه معلومات په داسې حال کې په رسنیو کې خپاره شوي چې تېره اوونۍ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د هغو ۹ اروپايي هېوادونو او امریکا سفیران احضار کړل چې د امنیتي ستونزو له امله یې په استانبول کې د خپلې کونسلګرۍ د تړلو اقدام کړې و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي