برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بنګله دیش د نوې وزیراعظمې لوړه

آریانانیوز: شیخ حسینه واجد د بنګله دیش د وزیراعظمې په توګه د لوړې مراسم پرون د دغه هیواد په پلازمینه ډاکا کښې ترسره شول.


د بنګله دیش له عوامي لیګ ګوند څخه شیخ حسینه واجد د تیر ۲۰۱۸ کال د دسمبر په دیرشمه نیټه د انتخاباتو په یوولسم پړاؤ کښې د درې سوه کسیز پارلیمان له ۲۹۸ چوکیو څخه ۲۸۷ وګټلې او په دریم ځل د دغه هیواد وزیراعظمه شوه.
خو د عوامي لیګ مخالفو او سیالو ګوندونو د دې انتخاباتو په پایلو باندې نیوکه کړې او وايي چې پکښې پراخه درغلي شوې ده. د اعتراض کونکو د مظاهرو د ځپلو لپاره د بنګله دیش د پولیسو د عملیاتو په نتیجه کښې ۱۹ تنه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي