برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روهینګیا ګډوالو د ستنیدو په ضرورت د بنګله دیش ټینګار

آریانانیوز: د بنګله دیش مرستیال خارجه وزیر میانمار ته د دغه هیواد د روهنګیا قام د مسلمانو کډوالو د ستنولو لپاره د خپل هیواد د هلوځلو پر دوام ټینګار وکړ.


محمد شهیدا الحق خبریالانو ته وویل چې ډاکا او ماسکو د میانمار د روهینګیايي مسلمانو کډوالو د مسئلې او خپل هیواد ته د هغوي د ستنولو په لړ کښې له یوبل سره ملګرتیا کوي.
په بنګله دیش کښې د روسیې سفیر الیکزینډر رایګناتو هم خپل هیواد ته د میانمار د مسلمانو کډوالو پر ستنیدو باندې په ټینګار سره وویل چې د میانمار په راخین صوبه کښې کړکیچ باید په صلحه ایزه توګه حل شي.
میانمار او بنګله دیش چې له تیر څه باندې یو کال راهیسې په میانمار کښې خپلو کورونو ته د روهینګیا قام د مسلمانو کډوالو د ستنیدو د بهیر د پيلولو لپاره په خبرواترو لګیا دي، زیاتره یو بل د دې طرحې په اجرايي کولو کښې په ځنډ تورنوي.

شریک یي کړئ!