برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بنګله دیش یوې ناآبادې جزیرې ته د یو لاک روهینګیا مسلمانانو د لیږلو په لټه کښې دی

آریانانیوز: د بنګله دیش حکومت پرون وویل: د تیر پروګرام په اساس غواړو په وړومبي پړاؤ کښې له میانمار سره په خپل سرحد کښې موجود د میانمار د روهینګیا قام یو لاک مهاجرین، په بنګال خلیج کښې (باشان چار) نومې شاړې جزیرې ته ولیږو.


د بشري حقوقو څارونکي دغې غیرآبادې جزیرې ته د روهینګیا کډوالو د لیږلو لپاره د بنګله دیش پر پریکړې نیوکړه وکړه او ویې ویل چې دغه جزیره د ډوبیدو له خطر سره مخ ده او د کډوالو د دیره کولو لپاره پکښې هیڅ ډول امکانات او وسایل نشته.

د میانمار د پوځ او تندلارو بودائیانو له ظلمونو تښتیدلي د دغه هیواد د روهینګیا قام مسلمان کډوال د میانمار او بنګله دیش په پوله ایزه سیمه کښې د کډوالو په ډکو کیمپونو کښې په ډیرو سختو حالاتو کښې اوسیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي