برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د برتانیا د لومړي وزیر حالت مخ په خرابیدو دی

آریانانیوز: درسینوپه راپورد امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي، د برتیانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون روغتیایي حالت خراب دی او ددوی د ډاکټرانو یو ټیم ښايي ورسره مرسته وکړي
د العربیه د راپور په اساس، ټرمپ دغه څرګندونې نن په یوه خبري ناسته کې کړي، نوموړي جانس یو غوره او زړور ملګری بللی، د روغتیا دعاء یې ورته کړې او تر څنګ یې خبر ورکړی، چې د بوریس جانسون روغتيايي حالت خراب دی او د روغتون د ځانګړې څارنې خونې ته انتقال شوی
د ټرمپ په خبره، امریکا هڅه کوي ډاکټران یې د بوریس جانسون د شخصي ډاکټرانو له ټیم سره مرسته وکړي
۵۵ کلن بوریس جانسون، چې څه موده وړاندې یې د کورونا ازموینه مثبت راوتلې وه او لس ورځې وړاندې یې ځان یې قرنطین کړی وو، تېره شپه یې روغتیایي وضعیت خراب شوی او په لندن کې د یوه روغتون د ځانګړې څار خونې «ICU» ته انتقال شوی وو
برتانیا یو له هغو هیوادونو دی، چې کورونا ویروس په پراخه توګه ځپلی. د رسمي شمېرو له مخې، په دې هیواد کې تر دې دمه تر ۵۱ زره زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې او د ۵۳۰۰ شاوخوا کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي