برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ډونالډټرمپ مواخذه

آریانانیوز: د امریکا دکانګرس استازی د روانې اونۍ په اتلسمه دسمبر د دغه هیواد دولسمشر ډونالډټرمپ د مواخذې په باب رای ورکوی د امریکا د کانګرس دقضائی چارو کمیشن تیره اونۍ د ټرمپ له مواخذې سره اړونده دوه بندونه ، یعنی له قدرته ناسمه استفاده او د اوکراین ګیټ په رسوائۍ کې د کانګرس په کار کې کارړنګونې په باب دوې مسودې تصویب کړې وې .
په دې اساس د ټرمپ مواخذه کیدا د کانګرس د استازو په وسیله درای اخستو لپاره ددغه پارلیمان په څرګندې غونډې کې وړاندې کیږی .
د کانګرس ترکیب او په دغې جرګې کې د ډیموکراټانو اکثریّت ته په پامسره دا تمه کیدله دغه جرګه هم مواخذې ته رایه ورکړی او بیا ئې د مشرانو جرګې ته ولیږدوی .
د امریکا په مشرانو جرګې کې دجمهوری غواړی اکثریّت لوری مشر میک مک کنل وئیلی دی ، چې که د ټرمپ د مواخذې لپاره په کانګرس کې د ډیموکراټانو بیل تصویب شی ، نو د مشرانو جرګې غونډه د هغه د مواخذې یا استیضاح لپاره د راتلونکی کال په جنورۍ کې ترسره کیږی .
ډونالډټرمپ که د مشرانو جرګې په ددرو کې د دوه برخې استازی مواخذې ته مثبتې رائی ورکړی نو له خپلې څوکۍ به څنګة کړائ شی .

شریک یي کړئ!