برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له کرونا سره د امریکاولسمشر ډونالډټرمپ مبارزه په سختو ټکو غندل

آریانانیوز: درسنیوپه راپور دامریکاپخوانی ولسمشر بارک اوباما له کرونا څخه د خوندیتوب او یاد وېروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره نیمګړې او د غندنې وړ بللې ده.
هغه چې د ټرمپ په تګلاره یې نیوکه کړې؛ امریکا یې له خطرناک او تباه کېدونکي حالت سره مخ بللې ده.
نوموړي څرګنده کړې: «له کرونا سره د امریکايی حکومت اوسنۍ مبارزه مونږ ته یو ځل بیا رایادوي، چې امریکا له نړیوالو بحرانونو څخه د خوندیتوب لپاره یو قوي مشر ته اړتیا لري.
که څه هم د اوباما رسنیز دفتر د هغه دا څرګندونې نه دي تائید کړې؛ خو سي ان ان په خپل یو راپور کې ویلي: اوباما چې د ټیلفوني اړیکې له لارې یې دیموکرات ګوند له مشرانو سره خبرې کړې؛ د یادې ډلې له نوماند جوبایډن څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
هغه همداراز زیاته کړې: کله چې په حکومت کې بې غوره کارکوونکي په فعالیت لګیا وي؛ د دې ویره زیاتیږي، چې امریکا له خراب وضعیت سره مخ کېدونکې ده.
اوباما دې ته په اشارې سره چې د ټرمپ اداره په خپلو چارو کې ناکامه شوې؛ ویلي: د اوسني حکومت ځينې چارواکي غلطي خپله کوي او پړه یې پر نورو ور اچوي.
بل لور ته د سپینې ماڼۍ ویاندې کیلګ میک اینیني له سي این این سره په خبرو کې د اوباما څرګندونې او نیوکې بېځایه بللې دي. هغې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د ټرمپ تګلاره اغېزناکه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا مثبتې پېښې او د یادې وبا له امله تر ټولو زیاتې مړینې په امریکا کې ثبت شوې دي.
ویل کیږي، چې ان د سپینې ماڼۍ دننه هم دری کارکوونکي په دې وېروس اخته شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي