برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هند کې د وژلو شمیر زیاتیدا

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی هندوستان ته د امریکا دولسمشر ټرمپ په سفر او دښاریزو دنوي قانون په تصویبیدا د مظاهرو په زیاتیدا پسې په اعتراض کونکو مسلمانانو د افراطي اوتعصبي هندي پوځیانو او هندوانو په وحشي ډوله حملو کې د وژل شووو مسلمانانو شمیر دوه څلویښت کسانو ته رسیدلی او وئیل کیږي ، چې ممکنه ده دغه شمیر نوره هم زیات شي .
په ډیلي کې روغتوني سرچینو وئیلي دي ، په دغو حملو او اخ وډب کې څه دپاسه درې سوه کسان ټپیان شوي هم دي چې په لسګونو پکې مرګي حاله راپور شوي دي .
هندي پوځیانو او امنیتی مامورانو نوي ډیلي ته د امریکا د ولسمشر د سفر په وخت په اعتراض کونکو مسلمانانو د وحشیانو په څير یرغل کړی چې په سلګونو کسان ئې په وینو کې لیت پیت کړي دي .
هندي مسلمانان دښاریزتوب د هغه نوي قانون په تصویبیدا سخت اعتراض کوي ، چې په اساس ئې هند ته پناه وړونکو مسلمانانو ته د تابیعت د نه ورکولو خبره شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي