برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا سفیر دترکیی بهرینوچارووزارت ته حضارشول

آریانانیوز: دترکیی درسنیوپه راپورله مخی ترکیې خارجه وزارت پرون د امریکې د سینیټ د دغه کار په هکله خپل رسمي اعتراض په انقره کښې د دغه هیواد سفیر ډیویډ ایم ساټرفیلډ ته اعلان کړ.
د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین هم د عثماني له خوا د ارمنیانو د نسل وژنې په رسمیت باندې پیژندلو کښې د امریکې په سینیټ کښې د یو پریکړه لیک د تصویبیدو په غندلو سره وویل چې دا عبث کار به په هیڅ کومه سیاسي، پوځي او اقتصادي برخه کښې د ترکیې په حقو او پریکنده دریځونو باندې هیڅ اغیزه ونه کړي.
د ترک ولسمشر ویاند د امریکې د سینیټ دا اقدام د وړو سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره له تاریخ څخه ناسمه پوهه وبلله.
د ویلو ده چې د امریکې سینیټ وړمه ورځ، په ۱۹۱۵ کال کښې په عثماني پړاؤ کښې د ارمنیانو نسل وژنه په رسمیت وپیژندله.
خو ترکیه په ۱۹۱۵ میلادي کال کښې د ارمنیانو د وژلې، زنداني کونې او په زور د جلا وطنۍ په هکله چې د ارمنیانو په وینا یې یو نیم میلیون (پنځلس لاکه) کسان وژلې دي، د نسل وژنې خبره دروغ بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي