برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امریکائی پوځيانو شتون او مرستې ته هیڅ ضرورت نشته

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دعراق په پارلیمان کې د البدر فریکشن یوه مسئول مقام کریم علیوي په بغداد کې د امریکا د سفیر د دریّځ په غبرګون کې وئیلی دي عراق د امریکا مرستو او ددوي پوځیانو شتون ته هیڅ ضرورت نه لري .
په عراق کې د امریکا سفیر متیو ټیولر پرون د عراق او امریکا ترمینځ راتلونکوخبرواترو ته په اشارې سره وئیلی دي ، امریکا له دغو سټراټژيکو خبرواترو سره دلچسپي لري څو هغه ډير چیلنجونه چې عراق هماغه راز ورسره مخامخ دی حل شي.
کریم علیوي پخپلو څرګندونو کې وئيلی دي امریکا په بغداد کې د خپل سفارت له لارې دخپل حیثیت په ښه کولو پسې ده څو دعراق ملت ته دوکه ورکړي او داسې وبریښوي چې ګواکې د عراق ملاتړې ده . هغه ټينګار کړی په بغداد کې د اریکا دشتون په باب روښانه سیاست موجود دی او په ستراژيکو خبرواترو کې دعراقي مرکچي ټيم لومړیتوب هم باید له دغه هیواده د درستو ا مریکائی پوځیانو پر ویستلو ټيڼګار وشي .ټاکل شوې ده امریکائی پوځيانو د نهائي ویستلوپه باب د بغداد واشنګټن خبرې اترې په جون میاشت کې پیل شوي . د عراق ولس او سیاسی ډلې ټپلې له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو ویستل غواړي او ددغه هیواد پارلیمان هم ددغو ترهه ګرو پوځیانو د وتلو په باب یو پلان تصویب کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي