برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکې په سېنټ کښې له سعودي ائتلاف څخه د ملاتړ د ختمولو د پرېکړليک

آریانانیوز: دغه پرېکړليک په سېنټ کښې د ۴۶ مخالفو رايو په مقابل کښې د ۵۴ موافقورايو سره تصويب شو.


دغه پرېکړليک تر عملي کېدو پورې درې ګامه فاصله لري. په وړومبي ګام کښې دغه پرېکړليک پکار دي په پارلېمان کښې هم تصويب شي. له دې امله چې په پارلېمان کښې اکثريت د ډېموکرېټو استازيو په اختيار کښې دے د تصويبېدو احتمال يې زيات دے.
په دويم ګام کښې په کانګرېس کښې د دغه پرېکړليک د تصويبېدو په صورت کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د هغه د وېټو کېدو امکان موجود دے. په دريم ګام کښې که ټرمپ دغه پرېکړليک وېټو کړي نو اجرائي کېدل يې د کانګرېس په دريو کښې د دوو برخو غړيو لخوا تصويبېدو ته ضرورت لري او په دغه صورت کښې د امريکې حکومت پکار دي د يمن په جنګ کښې له سعودي ائتلاف څخه ملاتړ ختم کړي، خو که د کانګرېس په دريو کښې دوه برخې د ولسمشر وېټو بې اثره نه کړي نو د يمن په خلاف جنګ کښې د سعودي له ائتلافه د امريکې ملاتړ به هم هغه شان دوام ولري.
له دې نه په تېرېدو سره چې آيا پرېکړليک به د اجرائي کېدو مرحلې ته ورسي يا نه يو لړ پېغامونه پکښې موجود دي چې له دغو پېغامونو څخه ځينې ډېر مهم په دا ډول دي:
وړومبے دا چې د امريکې د قوت د يوې ډېرې مهمې ادارې لخوا د يمن په خلاف د سعودي په مشرۍ د ائتلاف له جنايتونو څخه د امريکې په ملاتړ اعتراف کړےدے.
اول، یکی از مهمترین نهادهای قدرت آمریکا به حمایت این کشور از جنایت ائتلاف به رهبری عربستان علیه یمن، اذعان کرده است. له دې مخکښې د امريکې ځينو استازيوپه واضحه توګه د يمن په خلاف جنګ کښې د امريکې په ګډون اعتراف کړے ؤ.
دويم دا چې دامريکې په دننه کښې له سعودي سره د تعلققاتو په اړه دوه سختې ډلې پېدا شوې ده.
ډونالډ ټرمپ او د هغه د کابينې ځينې غړي د يو شمېر ري پبلکنانو په ملګرتيا له سعودي سره د اوسني حالت د دوام غوښتونکي دي، خو د ډېموکرېټو اکثريت او د ريپبلېکنانو يو برخه غړي له رياض سره د تعلقاتو د اوسني حالت د ختمولو او په دغه هېواد د زياتو دباونو د راوړلو غوښتونکي دي.
دريم دا چې د سعودي تيلي ډالر په واشنګټن کښې کم اثره شويدي. په حقيقت کښې د يمن په خلاف جنګ کښې د سعودي له ائتلاف څخه دملاتړ د ختمولو د پرېکړليکد تصويبېدو يو ډېر مهم پېغام دا دے چې سعودي لابې او تيلي ډالر په امريکه کښې مخکښنے اثر نه لري او اثر يې کم شوے دے.
په امريکه کښې د سعودي د تيلي ډالرو د کارکردګۍ د اثر کمېدل کولې شي حتی د باچائۍ کرسۍ ته د رسېدو لپاره د بن سلمان خوب ليدنه هم تر تاثير لاندې راولي، ځکه چې د سعودي وليعهد د پېسو په وېشلو سر چې کوشش کوۀ چې د سعودي باچائۍ ته د رسېدو لپاره د امريکې د حکومت ملاتړ ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي