برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکې پر ضد په پاکستان کښې لاریون

د یورپوټ له مخې پرون په اسلام آباد کښې په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو د مرده باد امريکه او مرده باد اسرائيل د نعرو په وهلو سره د امريکې او صهيونېسټ رژيم پراختيا غوښتونکي او جنايکارانه سياستونه وغندل.


په همدې لړ کښې په لاهور ښار کښې د پاکستان د سوداګرۍ د مرکز مشر خواجه سليمان صديقي د مظاهرچيانو په ټول کښې وويل، امريکه او صهيونېسټ رژيم د مسلمانانو په تېره بيا د فلسطين او کشمير د مسلمانانو د قتل عام په لټه کښې دي او پکار دي مسلمانان د امريکې او صهيونېسټ رژيم په خلاف يو موټے شي.
هغه همدارنګ د فلسطين د خلقو د قتل عام او د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په وړاندې د ملګرو ملتواو د بشري حقوقو د ادارو په خاموشۍ او بې پامۍ نيوکه وکړه او زياته يې کړه، د قدس شريف نيواکګران د امريکې لاسپوسي دي او پکار دي اسلامي هېوادونه د فلسطين او کشمير د مظلومو خلقو ملاتړ او ملګرتيا وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي