برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسرائيلي یرغلګرو په ډزو کې ۶ فلسطينيان وژل شوي او ۵۰۰ ټپيان شول

آریانانیوز: د اسرائيلي يرغلګرو په ډزو کې شپږ فلسطيني لاريون کوونکي وژل شوي او له پنځه سوو زيات ټپيان دي.


عربي رسنۍ وايي، چې زرګونو فلسطينيانو د روان کال له مارچ مياشتې راهيسې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او خپل پلرني ټاټوبي ته د ستنېدو په موخه د اسرائيلي ښکېلاک پر ضد لاريونونه پيل کړي او نن يو ځل بيا اسرائيلي عسکرو پر دغو سوله ییزو لاريون کوونکو ډزې کړي.

صهيوني عسکرو پر لاریون کوونکو د اوښکې بهوونکي ګاز او پلاستيکي مرميو سربېره ډزې هم کړي، چې په نتيجه کې يې شپږ فلسطينيان وژل شوي او له پنځه سوو ډېر ټپيان دي.
د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونو لاريون کوونکو د اسرائيلي يرغلګرو پر ضد شعارونه ورکول، ټايرونه يې سوځولي او پر يرغلګرو پوځيانو يې د ډبرو وارونه هم کړي دي.
د اسرائيلو دفاع وزارت وايي، چې له شل زرو زياتو کسانو د عامه امن د خرابولو لپاره لاريونونه پيل کړي او د دوی عسکرو يې د مخنيوي هڅه کړې، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې له څه ويلو ډډه کړې ده.
دغه فلسطيني لاریون کوونکي وايي، چې اويا کاله پخوا له خپلو سيمو په زوره ويستل شوي او بايد بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته ستانه شي.
د تېر مارچ راهيسې په دغو لاريونونو کې تر اوسه ۱۹۳ کسان شهيدان شوي او زرګونه نور ټپيان دي.
اسرائيل وايي، که دغه فلسطينيان بېرته خپلو سيمو ته ولاړ شي، یهودي دولت به ورسره له منځه ولاړ شي او ګواښ يې کړی، چې دوی به هېڅکله د فلسطينيانو دغه غوښتنه ونه مني.
ملګرو ملتونو له اسرائيلو او فلسطينيانو غوښتي، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي، خو د اسرائيلي يرغلګرو له لوري يې پر فلسطیني بې دفاع خلکو د بريد په اړه کوم عملي ګام نه دی اخيستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي