برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن پوځ د عربستان بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه

آریانانیوز: دیمن دپوځ او ولسی کمیټیو دافع هوا د سعودی عربستان په جنوب کښې دنجران په الخضرا سیمه کښې د عربستان دجاسوسۍ یوه(۱) الوتکه نسکوره کړه .


د یمن او ولسی کمیټیو ددغه هیواد پرضد دسعودی عربستان دجنګ له پیلیدا څخه تراوسه د عربستان او دهغه تر مشرۍ لاندې دائتلاف په لسګونو بې پایلوټه جاسوسۍ الوتکې نسکورې کړی دی .
دیمن پوځ دغه راز د روان میلادی کال په تیرې سپتمبر میاشت کښې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف اتلس (۱۸)زغرګاډی او درې(۳) پوځی ګاډی هم ویجاړ کړی دی .
په تیرې سپتمبر میاشت کښې د یمن پوځ د سعودی عربستان څه دپاسه شپږ سوه(۶۰۰) ګوډاګیان هم هلاک کړی وو .
سعودی عربستان د امریکا، انګلستان، متحده عربی اماراتو، اردن او داسرائیلو وغیره په ملاتړ سره تراوسه د یمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک په بمباریو او حملو کښې وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو خلک یې کډوال او بې کوره کړی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي