برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن پرضد له سعودی عربستان سره د صهیونیسټ رژیم پوځی ملګرتیا

له تیرو څو ورځو راهسې دیمن په لویدیځ کښې د الحدیده(Al Hudaydah) ولایت په فضا کښې د صهیونیسټ رژیم الوتکې الوتونه کوی وویل دیمن دخلکو پرضد د پراخو جنایتونو په ترسره کولو کښې دسعودی عربستان له رژیم سره د صهیونیسټ رژیم پوځی ملګرتیا په سوریې کښې له ترهګرو ډلو د اسرائیلو درژیم دملاتړونو په شان ده.
دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان له ال سعود رژیم سره د صهیونیسټ رژیم د پوځی ملګرتیا په اړه د انصار الله غورځنګ دمشر عبدالملک بدرالدین الحوثی ایشوا کونه په داسې حال کښې ده چې الحدیده ولایت نن سبا له ولسی کمیټیو او پوځ سره د سعودی عربستان د ګوډاګیانو د سختو جنګونو ډګر دی .
سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو، اردن ، امریکا او د انګلستان وغیره په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد له هوا ،ځمکې او سمندر څخه حملو او کلابندۍ ته دوام ورکړی او تراوسه یې څوارلس زره (۱۴۰۰۰)بې ګناه خلک وژلی او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي