برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دیمن له فضا څخه دسعودی عربستان ائتلاف دجنګی الوتکوتښتیدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له څو جنګي الوتکو سره د هیواد د دافع هوا سیسټم د مقابلې خبر ورکړ .
هغه وویل د یمن دافع هوا په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د څو جنګي الوتکو له پیژندلو وروسته د دغه هیواد په فضا کښې د هغوې د الوت مخه ونیوله .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د هیواد دافع هوا د سعودي عربستان د تیریګ ائتلاف جنګي الوتکې له سیمې څخه تښتیدا ته اړ کړې .
د سعودي عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د دغه هیواد د پوځ او د ولسي کمیټیو دفاعي قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بمباریو ، حملو او بریدونو ته دوام ورکړی او له کبله یې شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي ، په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي