برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن عسکرو د عربستان ۴۲۵ ګوډاګیان وژل

آریانانیوز: دیمن المسیره ټیلی ویژن په یوه(۱) راپور کښې په دغه هیواد کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو د وژل شویو او د ژوبلو کسانو په اړه د روان میلادی کال په تیرو اتو(۸) میاشتو کښې په خپرو شویو شمیرنو غور سره وویل.


دغه څلورسوه پینځویشت (۴۲۵) سعودی ګوډاګیان د عربستان په جنوب کښې په عسیر اونجران او په جیزان سرحدی ولایتونو کښې دیمن دعسکرو په عملیاتو کښې وژل شوی دی .
سعودی عربستان زیاته هڅه کوی په یمن کښې د خپلو عسکرو او دګوډاګیانو د وژلې حقیقی شمیر پټ وساتی او د عربستان لخوا د وژل شویو عسکرو دشمیر خپریدل له حقیقت سره زیات واټن لری
دسعودی عربستان رسمی خبری اژانس په تیرو اتو(۸) میاشتو کښې دخپل هیواد دیوازې دوه ویشت (۲۲)پوځیانو وژله تائید کړی ده .
سعودی عربستان دیمن دبې ګناه او بې دفاع خلکو پرضد جنګ کښې په تیرو څه دپاسه دریو(۳) کلونو کښې استعفا شوی حکومت ته له اړونده ګوډاګیانو او دسوډان په شمول دنورو هیوادونو له عسکرو استفاده کړی ده .
سعودی عربستان د امریکا ، دمتحده عربی اماراتو او دڅو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد له هوا، ځمکې او سمندر څخه پوځی تیریو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه له څوارلس زرو(۱۴۰۰۰) زیات بې ګناه خلک وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي