برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن الحدیده د تیریګرو قبرستان

د یمن د انصار ا… ولسی غورځنګ یوه لوړپوړی مسئول ضیف ا.. الشامی له یوی خبری اژانس سره دمرکی په ترځ کښی وویل دیمن ملت کلک هوډ کړی، چې هیڅکله تیریګرو ته نه تسلیمیږی بلکې له تیریګرو او دامریکا ،اسرائیلو او عربستان سره د اماراتو له سلطه غوښتنې سره دمقابلې لپاره په بشپړ ډول تیار دی .
الشامی روښانه کړې ، یمنیان باوری دی دغه جنګ باید د یمن د ولس په ګټه تمام شی او دغه امریکائی او صهونیسټی دښمن هیڅ ډول بریالیتوب نشی ترلاسه کولی اوسعودیانو، اماراتیانو او امریکایانو په بیلابیلو جبهو کې سخت ګوزارونه خوړلی دی، تر دې چې پخپله امریکایان په جنګ دنیغه پنیغه څارنې لپاره ډګر ته وارد شوی دی .
د یمن دانصار ا…ولسی غورځنګ دغه لوړپوړی مسئول د ملګروملتو او نړیوالو ټولنو مرموزی چپتیا ته په اشارې سره وئیلی دی ،له بده مرغه ملګری ملتونه اوامنیت شورا دامریکا په لاره او دهغو په ګټه حرکت کوی .
دسعودی عرب اومتحده عربی اماراتو پوځونو له یوې میاشتې راهسې د یمن د الحدیده بندر دنیولو سپیرۀ عملیات پیل کړی دی،خو د یمن د پوځ اوولسی کمیټیو مبارزان په همدا وروستیو کې بریالی شوی ، په الحدیده بندر کې دسعودی عرب دیوې بیړۍ په ډوبولو سره تیریګرو ته درندۀ تاوانونه اړولی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي