برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دیارلس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښت

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د پاکستان په جنوبي ایالت «بلوچستان» کې وسله والو د پاکستاني پوځيانو پر لېږدوونکو موټرونو باندې ډزې کړي، چې له امله یې دیارلس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
الجزیرې د پاکستاني پوځ له لوري د خپرې شوې اعلامیې په بنسټ لیکلي، چې تېره ورځ د بلوچستان ایالت له مرکز «کويټې» څخه ۴۰۰ کیلومتره لیري په پنجګور ولسوالۍ کې د پوځیانو درې لېږدوونکي موټرونه د وسله والو تر برید لاندې راغلي چې امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې
راپور کې وړاندې راغلي، چې پېښه د پنجګور ولسوالۍ اړوند «ګېچک» نومي سیمه کې رامنځته شوې او په پایله کې یې اته پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي
که څه هم تر دې دمه کومې ډلې د برید مسئولیت نه دی منلي؛ خو په بلوچستان ایالت کې له تېرې یوې لسیزې راپدېخوا د «BLA» په نوم د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډله فعاله ده، چې وخت ناوخته پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او اهدافو بریدونه کوي
د تېرې میلادي میاشتې «جون» پر ۲۹ نېټه یادې ډلې په کراچي ښار کې د ونډو په بازار باندې د ترسره شوي برید مسئولیت هم منلی وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي