برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دوکتور محمد عماره وفات شو

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د مصر د سترو علماوو او محققينو د ټولنې غړی دوکتور محمد عماره له اوږدې ناورغۍ وروسته د نوي کالو په عمر وفات شو
د دوکتور عماره زوی خالد عماره ويلي، چې پلار يې له اوږدې ناورغۍ وروسته خپل روح خپل رب ته وسپاره
دوکتور عماره په مصر او ټولې اسلامي نړۍ کې د اسلامي فکر او ديني علومو سرلاری و، لسګونه تحقيقي کتابونه او مقالې يې ليکلي دی
مرحوم دوکتور عماره د تېرې پېړۍ په ۱۹۳۱ کال کې د مصر په کفر الشيخ سيمه پيدا شوی و، په ماشومتوب کې يې قرانکريم حفظ کړی، لوړې زده‌کړې يې د قاهرې دارالعلوم فاکولتې څخه ترلاسه کړې وې، ماستري او دوکتورا يې په اسلامي فلسفه کې کړې وه
مرحوم دوکتور عماره د جمال الدين افغان، محمد عبده او عبدالرحمن الکواکبي په افکارو او ويښتيا هڅو لسګونه څېړنيزې مقالې او کتابونه ليکلي دي
همدارنګه يې د اسلامي دعوت، ميراث، فکري ويښتيا، پر اسلامي احکامو د غربي مستشرقينو د نيوکو په ځواب کې هم ګڼ شمېر کتابونه ليکلي، چې د اسلامي فکر په برخه کې مرجعي حیثيت لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي