برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د مصر پارلمان په الاقصی جومات د صهیونیسټ رژیم حملې وغندلې

آریانانیوز: د مصر پارلیمان په یوې بیانیې کښې په الاقصی جومات د صهیونیسټ رژیم وروستۍ حملې وغندلې او زیاته یې کړه دغه کړنې د عبادت له ازادۍ ښکاره سرغړونه ده.


د مصر د پارلیمان مشر حنفي الجبلي په یوه بیانیه کښې په الاقصی جومات د صهیونیسټي رژیم وروستۍ حملې وغندلې او ویې ویل: هغه څه چې اسراییلي ځواکونو د اپریل په پنځمه په الاقصی جومات او سپیڅلي ځایونو کې ترسره کړل د عبادت له ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه ده چې د ټولو نړیوالو منشورونو لخوا تایید شوې ده.

الجبلي څرګنده کړه: هغه څه چې د اسرایلي ځواکونو له خوا پیښ شوي د کړکیچ یو خطرناک او د نه منلو وړ زیاتوالی دی او دغه شان کړنې د تاوتريخوالي د لا زياتېدو سبب کېږي او د مصر د مطلوب اوربند هڅې کمزورې کوي.

د مصر د پارلمان مشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو بریدونو د پای ته رسولو مسوولیت په غاړه واخلي.

صهیونیسټ رژیم د روژې د مبارکې میاشتې له پیل راهسې د فلسطینیانو په تیره بیا په الاقصی جومات او د هغې په شاوخوا سیمو باندې خپل جنایتونه زیات کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي