برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

امریکا موافقه کړې چې مصر ته د 197 ملیونه ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري

آریانانیوز: د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بایډن ادارې مصر ته د ۱۹۷ ملیونه ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو پلور منظور کړی دی...


د العین بیس په وینا ، د متحده ایالاتو حکومت له مصر سره د ۱۹۷ ملیون ډالرو د وسلو تړون باندې موافقه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه ټینګار کوي چې له مصر سره د وسلو معاملې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست سره سمې دي. د بهرنیو چارو وزارت د مصر د متحده ایالاتو کلیدي متحد او په مینځني ختیځ کې د مهم ستراتیژیک ملګري په توګه یادوي.

د واشنګټن پخوانۍ ادارې هم مصر ته د متحده ایالاتو نظامي مرسته 2.1 ملیارد ډالر صادر کړې. سره له دې چې واشینګټن هغه څه چې د مصر په اړه د بشري حقونو اندیښنې په توګه ولیده.

د بهرنیو چارو د وقت وزیر مایک پامپیو وویل: د ډونالډ ټرمپ اداره لاهم په مصر کې د بشري حقونو وضعیت په اړه جدي اندیښنې لري او د لوړ پوړي مصري چارواکو سره په غونډو کې به دا مسله راپورته کړي ، خو د امنیت همکارۍ پیاوړتیا او د متحده ایالاتو ملي امنیت لپاره، مصر ته د دې مرستې ورکول لازمي ګڼي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي