برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دوه پاکستاني ډیپلوماټان په جاسوسۍ تورنول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د هند حکومت دوه پاکستاني ډیپلوماټان په جاسوسۍ تورن کړي او له دې هیواده یې د وتلو امر ورته کړی
یاد دهلي میاشتي پاکستاني ډيپلوماټان، چې له استخباراتي ادارو سره په اړیکو درلودلو تورن شوي، د مۍ په ۳۱ نېټه د هند د حکومت له لوري نیول شوي و، خو په هند کې د پاکستان د سفارت په مرسته تر لنډ توقیف وروسته بیرته ازاد شوي او د څلور ویشتو ساعتونو دننه له هیواده د وتلو امر ورته شوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند دا کړنه په کلکو ټکو غندلې او دهلي کې یې د پاکستاني سفارت د فعالیت محدودولو هڅه بللې
دا لومړی ځل نه دی، چې هند او پاکستان د یو بل په دیپلوماتانو تورونه لګوي او له هیواده یې باسي، څلور کاله وړاندې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم هند د پاکستان شپږ ديپلوماتان په جاسوسي تورن او له هیواده یې ایستلو ته اړ کړي و، چې په غبرګون کې یې پاکستان هم ورته ګام اخستی و، او له اتو هندي ديپلوماتانو یې غوښتي و، چې له پاکستانه ووځي
پاکستاني ديپلوماتان داسې مهال د هند له لوري شړل کېږي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا هم لانجمنې او ترینګلې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي