برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دمسلمانانوترمینځ داختلافاتولپاره د عربستان ډيره پانګونه

د پاکستان د ملی پیوستون د شورا یا دملی یکجهتی کونسل مشر او د اهل سنت نامتو دینی عالم صاحبزاده ابوالخیر زبیر پرون مازدیګر په اسلام اباد کې د : اسلامی وحدت او دپاکستان ثبات :نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئیل، دښمنان په اسلامی نړۍ کې د تاؤتریخوالو او شخړو په زیاتولو پسې دی.


هغه دمسلمانو ملتونو د وحدت او ورورلۍ پراختیا، له دښمن سره د خامخیدا یوازینۍ وسله وبلله .

د پاکستان د اهل سنت دغه نامتو دینی عالم او د وحدت او یووالی جارچی دغه راز ووئیل ، دمسلمانانو په لاس د مسلمانانو وژلې ، داسرائیلو دسیسه ده، چې یو غوره مثال ئې په یمن کې د دفتنو اودرز د رامینځة کولو لپاره د ډیرو زیاتو پیسو استعمالول دی .

صاحبزاده ابوالخیر زبیر دغه راز روښانه کړې و دسعودی عربستان ولی عهد په ښکاره وئیلی دی ، هیواد ئې د ا مریکا په اشارې سره دبیلابیلو قدرتونو په تیره بیا دمسلمانانو ترمینځ داختلافاتو د زیاتولو لپاره ډیره زیاته پانګونه کړې ده ، چې پخپله داسلامی ا مت د ویشلو او د استکبار او استعماری قدرتونو یو ستر خدمت دی او له دې لارې ئې د اسلامی ا مت د دړې وړې کیدا زمینې برابرې کړی دی . هغه وئیلی ،داسلامی امت ځینی بدغواړی له قدرته او پانګونو څخه په ناوړه استفادې سره د تکفیری ترهه ګرو هر ډول مرسته او ملاتړ کوی او تر څو چې د دغو کسانو او دترهه ګرۍ د ملاتړو په ضد اقدام ونشی ، په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی نړۍ کې دترهه ګرۍ جرړې به هیڅکله هم وچې نشی .

په دغه کنفرانس کې دپا کستان د مجلس وحدت اسلامی غورځنګ مشر علامه راجه ناصرعباس جعفری هم پخپلې وینا کې دمسلمانانو او د اسلام دپاک دین دپیروکارو د وحدت او یووالی او دتکفیریّت د بلا د ختمیدا په ضرورت په ټینګار سره وئیلی دی ، دشیعه اوسنی مسلمانانو لویان دپاکستان بنسټګران دی اوباید دهغوی له ورورولۍ او وحدته درس واخستل شی او تکفیری ټولنې دجرړو د وچولو لپاره اساسی ګامونه پورته شی ،څو اسلامی امت په تیره بیا دپاکستان مسلمان ولس دآرامښت اوثبات مخ ووینی . هغه روښانه کړې ، دینی عالمان د نده لری ، چې دفتنو او نفاق درامینځةکیدا مخه ونیسی او شیعه اوسنی ګوندونه اوډلې باید د وحدت ،یووالی ، ګډو سیاسی موخو او دپاکستان د ثبات او آرامښت دپوره کیدا لپاره سره متحد او یو موټی شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي