برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دغزې ولس په شجاعت سره دنیواکګرو او یرغلګرو په وړاندې دریدل

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا .... پرون ماښام دلبنان په جنوب کې په نبطیه ښار کې د حزب ا... ولسی غورځنګ دانتخاباتی کمپاین په یوې سترې غونډې کې په په هغې وینا کې چې دویډیو ئی کنفرانس په وسیله شوی ، د دغه کنفرانس موخه ئې په مئ میاشت کې په پارلیمانی انتخاباتو کې د : امید اووفادارۍ : دلیسټ ملاتړ او د دغه لیسټ د پروګرامونو او غوښتنو یوه برخه وبلله .



هغه په خپلې وینا کې د فلسطین د غزې د خلکو د : ستنیدا دحق ستر لاریون ته په اشارې سره ټینګار کړی ، دغزې خلک د نیواکګرو په وړاندې په میړنتوب اوسرښیندنې سره دریدلی او دغه ولولناک اوپرتمین او میړنی لاریونونه د :پیړۍ د معاملې : په نامې سره د پلان په مخ یوه ستره او درنده څپیړه ده .
سید حسن نصر ا…. په لبنان کې د پارلیمان مقام ته په اشارې سره ووئیل ، دلبنان پارلیمان د ټولو اورګانونو او ادارو مور بلل کیږی ، او ډیر مهم اوپراخ صلاحیّتونه لری، ځکه پارلیمان یوازینی اورګان دی ، چې له له ټول پوښتنې پرته داساسی قانون دبدلولو وړتیاوې لری .
دلبنان دحزب ا… ولسی غورځنګ عمومی منشی په انتخاباتو کې دګډون په اهمیّت په ټینګار سره ووئئیل ، باید دلبنان درست ولس په دغو انتخاباتو کې ولولناک ګډون وکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي