برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۱ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

لبنان دصهیونیسټ رژیم پرضد د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه

آریانانیوز: د لبنان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د غزې په تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم تیری او د نابلس په ښار حملې وغندلې.


د لبنان دبهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم تیریو ته غبرګون وښود .

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کښې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د تیری او په نابلس ښار د حملې په غندلو سره د د دغه رژیم د حملو د زیاتیدا او په اسلامی او عیسوی سپیڅلو ځایونو باندې د تیری د دوام له خطرونو څخه خبرداری ورکړ.

په دغه بیانیه کښې راغلی دی چې په اسلامی او مسیحی سپیڅلو ځایونو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو دوام د نړۍ صلحې او امنیت ته خطرناک ګواښ دی .

د لبنان د خبري آژانس «NNA» د رپوټ له مخې د لبنان د بهرنیو چارو وزارت هم د تاوتریخوالی د دوام او د خلکو د ځانی او مالی تلفاتو د مخنیوی لپاره د سمدستی اوربند او د صهیونیسټ رژیم د حملو د بندولو لپاره د سمدستی نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي