برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دعربستان او دمتحده عربی اماراتو هیڅ سیمه به امنه نه وی

آریانانیوز: یمن د انصار الله ولسی غورځنګ د سیاست دجوړونې د شورا غړی« ابراهیم الدیلمی» زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې ټینګار وکړ د هیواد د بې پایلوټه الوتکو او د توغندیو قدرت ته په پام سره چې په سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو کښې په ټولو سیاسی مرکزونو او دتیلو په تاسیساتو د بریدونو توان لری په دغو هیوادونو کښې به هیڅ امن سیمه پاتې نشی .
هغه په سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو تیریګرو هیوادونو کښې دیره بهرنیو شرکتونو ته په خبرداری سره وویل په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې خارجی پانګه اچونکی شرکتونه به هم دیمن د انصار الله غورځنګ له توغندیو په امان کښې نه وی .
دیمن دانصار الله ولسی غورځنګ دسیاسی شورا غړی ابراهیم الدیلمی په دې خبرې ټینګار سره چې په هیواد کښې انسانی غمیزه د رامینځته کیدا په حال کښې ده وویل د بشری حقوقو موسسو په مطلقې چپتیا کښې په دغو جنایتونو سترګې پټې کړی دی .
هغه په یمن کښې د ملګروملتونو په کړچار نیوکې سره وویل ددغه سازمان استازی دیمن دمظلومو خلکو دملاتړ پرځاې د تیریګرو هیوادونو ملاتړ کوی .
هغه د سعودی عربستان او دامریکا ادعاګانو ته چې ویلی یې دی دیمن توغندی د ایران لخوا تامینیږی په ځواب کښې وویل داډول خبرې په نورو هیوادونو دخپلو ګرمو وراچول دی او دوې(عربستان او متحده عربی امارات ) نه غواړی داسې باور وکړی چې د یمن له خلکو یې ماتی خوړلی ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي