برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسعودی عربستان دیمن دخلکو پرضد د حملو دوام

دیوراپورله مخی نن سهار وختی د سعودی عربستان جنګی الوتکو په یمن د پوځی تیریو په دوام کښې دصعده ولایت په مجز ولسوالۍ کښې په یوې(۱) سیمې بمبارې وکړې چې له کبله یې دیوې میرمنې په شمول څلور(۴) کسان ووژل شول او یو (۱)بل ژوبل هم شو.


دسعودی عربستان جنګی الوتکو پرون هم د یمن دصعده ولایت په حرض او میدی ولسوالیوڅلوردیرش(۳۴) ځله بمبارې کړی وې.
سعودی عربستان دامریکا، متحده عربی اماراتو، اردن او دانګلستان په شمول دځینو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد له ځمکې ، هوا او سمندر څخه حملواو کلابندۍ ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه وژل شوی هم دی.

شریک یي کړئ!