برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکا د قربانیانو کورنۍ د عربستان پرضد شکایت

د امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې د ترهګرو حملو د قربانیانو کورنۍ په بریدونو کښې د سعودی عربستان د لاس لرلو په دلیل د ریاض پرضد په یوه(۱) شکایت کښې نوی فیصلې اعلانوی.


ټاکل شوی ده چې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې غړی سناتور ریچارډ بلومینټال (Richard Blumental) او د سپتمبر دیولسمې (۱۱)نیټې دحملو د وژل شویو کسانو کورنۍ سبا د هیواد د هارټفورډ دفیډرال محکمو د ودانیو مخ ته د ریاض پرضد نوی اقدامات په ډاګه کړی .
د۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې دیولسمې(۱۱) نیټې د قربانیانو کورنیو په ۲۰۰۳ میلادی کال کښې هم د ترهګرو حملو د عاملانو دملاتړ په دلیل د سعودی عربستان پرضد شکایت کړی وو .
په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې د یولسمې (۱۱)نیټې له نولسو(۱۹) حمله کونکو څخه پینځلس(۱۵) د سعودی عربستان ښاریز وو.
سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي