برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

داعشي ترهګر دې باید تسلیم شي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دعراق د ګټوعملیاتود قومندانۍ ویاند په دې خبرې سره چې (اسود الجزیره) عملیات خپلو اهدافو ته رسیدلې دي، داعشي ترهګرو ته په خطاب کښې وویل: یا تسلیم شئ او یا وژل کیږئ
د عراق د ګټو عملیاتو د قومندانۍ ویاند په دې خبرې سره چې (اسود الجزیره) عملیات خپلو اهدافو ته رسیدلې دي، داعشي ترهګرو ته په خطاب کښې وویل: یا تسلیم شئ او یا وژل کیږئ.
السومریه نیوز پرون خبر ورکړی چې د عراق د ګډو عملیاتو د قومندې ویاند تحسین الخفاجي زیاته کړه: د اسود الجزیره په نوم عملیاتو په دوران کښې چې له تیرې اونۍ پیل شوې دي، تراوسه د داعش ګڼ کسان نیول شوې دي
هغه زیاته کړه چې دغه عملیات خپلو موخو ته رسیدلې دي او امنیتي ځواکونو چې په سر کښې یې اطلاعاتي ادارې دي، د ترهګرو د ځایونو په دقیقې څارنې سره د داعش د یوشمیر خطرناکو کسانو د نیولو لاره هواره کړه او په نیول شویو کښې ځیني کسان د داعش استخباراتي او د معلوماتو بانکونه ګڼل کیږي.

شریک یي کړئ!