برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

تیریګرو بریدونو ته ځواب ورکول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام ټینګار وکړ د هیواد پوځ او ولسي کمیټیانې به د عربستان د تیریګر ائتلاف حملو ته ځواب ورکړي
هغه وویل د سعودي عربستان ائتلاف په تیرې شنبې ورځ د یمن پرضد څه د پاسه شپیته ځله او پرون هم شل هوايي بریدونه کړي دي .
عبدالسلام زیاته کړه که چیرې د سعودي عربستان ائتلاف د یمن د پوځ پرضد د عملیاتو د بندولو غوښتونکی دی نو باید د یمن پرضد خپل تیري بند کړي او د دغه هیواد کلابندۍ پاې ته ورسوي .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع هم پرون د سعودي عربستان غلیمانه اقداماتو او حملو ته په غبرګون کښې د سعودي عربستان په خاوره کښې د دغه هیواد په تاسیساتو باندې د ترټولو سترې توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو د برید خبر ورکړ .
د یمن پرضد د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګ د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په شپږویشتمه نیټه شپږم کال ته ورسید .

شریک یي کړئ!