برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

باور نشته چې د مرسي مړینه عادي وه

آریانانیوز: دیورتپورپه اساس د بشري حقونو سازمانونو د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې هیڅوک په دې باور نه لري چې د هغه مړینه دې په نورمال یا عادي حالت کې رامنځته شوي وي، په داسې حال کې چې هغه شپږ کاله په انفرادي بند کې د توقیف په سختو شرایطو کې شپې سبا کړي دي
اعلامیه ټینګار کوي هغه څه چې هغه د مرسي وژنه په ګوته کوي د ملګرو ملتونو جدي او بې پلوه نړیوالې پلټنې ته اړتیا لري، په دې شرط چې په دې تحقیق کې هغه سرغړونې هم شاملې وي چې هغه د بند په موده کې د نیول کېدو او په غیبي نفاذ کې تیر کړي دي
د بشري حقونو سازمانونو اشاره کړې چې د مصر په زندانونو او توقیفخانو کې په قصدي ډول بندیانو ته طبي غفلت دوام لري، او سیاسي بندیان په سیستماتیک ډول وژل کیږي
اعلامیه زیاتوي چې دا سرغړونې داسې جرمونه دي چې د محدودیتونو قانون سره سمون نه لري
د بشري حقونو د سازمانونو لخوا خپره شوې دغه اعلامیه د عدالت بنسټ، الشهاب مرکز او د سولې نړیوال سازمان لخوا لاسلیک شوې ده
محمد مرسي – د مصر په تاریخ کې د دیموکراتیکي سیستم له پلوه په زیاتو رایو ترلاسه کولو لومړی منتخب ولسمشر و، چې په ۲۰۱۳م کال کې له یو کال حکم وروسته پرې د مصري پوځ مشر عبد الفتاح السیسي لخوا پوځي کودتا وشوه او د نوموړي په ګډون یې د اخوان المسلمین ګوند لسګونه نور مشران د زندان تورو تمبو شاته وغورځول
مرسي د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په ۱۷مه نېټه د محاکمې په بنده پنجره کې بې هوښه شو چې مصري چارواکو وروسته د هغه د زړه حملې له امله د مړینې خبر اعلان کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي