برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ایټالیا کې شااوخوا ۳۰ تنه د یوه پُل د نړېدو په پېښه کې وژل شوي

آریانانیوز: د ایټالیا چارواکي وایي، شااوخوا ۳۰ تنه هغه مهال ووژل شول چې د ایټالیا او فرانسې ترمنځ پر لویه لاره یو مهم پُل د ناڅاپي طوفان له امله ونړېد او موټرونه ترې ۴۵ متره لاندې ولوېدل.



د ایټالیا د صدراعظم مرستیال ماتیو سلویني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې شااوخوا ۳۰ تنه مړه شوي او یو زیات شمېر نور سخت ټپیان دي.
د ایټالیا د بندري ښار جینوا په یوه صنعتي سیمه کې د موراندي د پله یوه لویه برخه پرون غرمه مهال ونړېده.
د پېښې له ځایه تصویرونه ښیي چې د پله د دوو برخو ترمنځ یوه لویه خالي فضا لیدل کېږي.
د ایټالیا د ملکي چارو د ادارې مشر انګیلو بوریلي «Angelo Borrelli» وویل، د پله په نړیدلې برخه کې چې ۸۰ متره اوږده وه ۳۰، ۳۵ موټر او درې لویې لارۍ روان وو.
د اطفائیې کارکوونکو وویل چې دوه تنه‌یې تر خاورو خښتو لاندې له موټرو ژوندي را ایستلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي