برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا کې توپانونو پنځه کسان وژل

آریانانیوز: د امریکا په ورجينيا او کيرولينا ايالتونو کې سمندري توپانونو او بارانونو پنځه کسان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي، لکونو کورونه له برېښنا محروم شوي او شاوخوا اوولس لکه نور خلک خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.


امريکايي رسنۍ وايي، د توپان له امله په ساعت کې ۱۱۰ کيلومټره هوا چليږي، په شمالي کرولينا کې د ونې پرېوتو له امله په يوه کور کې يوه مېرمن او زوی يې مړه شوي او خاوند يې په زخمي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د چارواکو په وينا ګڼ مېشتو سيمو کې د سېلابونو، بارانونو او توپانونو له امله د لکونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی، په اغېزمنو سيمو کې خلک له برېښنا محروم دي، تېلو، خوراک او د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته خلک لاس رسی نه لري او د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي.

د شمالي کرولينا ايالت والي رائي کوپر رسنيو ته ويلي، چې کېدای شي دغه توند بادونه او توپان ټوله سيمه له ځان سره ونړوي او دغه سېلابونه يې بې ساري بللي دي.
له طبيعي پېښو سره د امریکا د مبارزې اداره وايي، که د پېښو پر وړاندې د خلکو سمدستي لاسنیوی او مرسته ونه شي، مرګ ژوبله او خلکو ته اوښتونکي زيانونه به تر اټکل هم زيات شي.

شریک یي کړئ!