برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

امریکا د سوریې د تیلو لوټلو ته دوام ورکوي

آریانانیوز: د امریکا پوځ یو بل لوی کاروان چې د سوریې د تیلو غلا شوي ۳۵ ټانکرونه پکې شامل وو خپلو غیرقانوني اډو ته ولیږل.


د سوریې د تېلو له غلا وروسته، امریکايي پوځیانو عراق ته د غیر قانوني الولید سرحدي لارې له مسیره یوه نوې محموله انتقال کړه.

د سوریې د رسمي خبري اژانس (سانا) د راپور له مخې د الیعربیه د هسکه په څنډه کې ځایی سرچینو تایید کړه چې د امریکایی اشغالګرو ځواکونو یو کاروان چې د ۱۲۰ موټرو په شمول د ۶۵ تجهیزاتو باري موټرانو، ۲۵ په یخچالونو سمبال موټرانو او د سوریې د تیلو غلا شوي ۳۵ ټانکرونه د سوریې له خاورې څخه ووتل.

د دغو سرچینو په وینا، د سوریې د غلا شویو تیلو محموله د الحسکه په څنډه کې د الولید غیرقانوني لارې له مسیر څخه عراق ته لیږدول کیده.

د سوریې په الحسکه او نورو شمالي سیمو کې د امریکايي ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (قسد) په نامه د هغو ملیشو تر نیواک لاندې سیمې تل د دغو سیمو د اوسیدونکو په وړاندې د نیواکګرو او ملیشو د ترهه ګرو اقداماتو په وړاندې د سوریې د خلکو د اعتراضونو شاهدې وی.

د سوریې حکومت په ځلونو ټینګار کړی دی چې دغه ملیشې او امریکایان د سوریې په ختیځ او شمال ختیځ کښې د تیلو له لوټلو پرته بله موخه نه لری او شتون یې غیر قانونی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي