برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا، انګلستان اوعربستان د نیجریه د اهل تشیع دوژلو اصلی عامل

دیوراپورله مخی دنیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکی له خپل زوی په ټیلیفونی تماس کې وئیلی دی ، عربستان دامریکا اوانګلستان په حکم سره دنیجریه له پوځ سره مالی مرستې کړی ځو په ۲۰۱۵کال کې په زاریا ښار کې د اهل تشیع عامه وژله وکړی .


هغه دغه را ز وئیلی دی ، آل سعود رژیم په زاریا دحملې لګښت تامین کړی ؤ .
شیخ ابراهیم زکزکی او دهغه ماندینه د ۲۰۱۵کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه د نیجریه په شمال کې په کادونا ولایت کې په زاریا ښار کې په امامباړې باندې د دغه هیواد دپوځ په حملې کې ټپی اونیول شوی چې په دغې بوږنونکی غمیزې کې د شیخ زکزکی د درو زامنو پشمول په سلګونو عام خلک وژل شوی وو .
د نیجریه داسلامی غورځنګ رهبر په دغه ټیلیفونی تماس کې د هغه د خوشی کیدا لپاره د نیجریه دحکومت د وارمخکې شرطونو په ردولو سره وئیلی دی ، د دغه هیواد له امنیتی افسرانو سره خبرې اترې نشی کولی ځکه پر دوی هیڅ باور نه دی پاتې شوی . شیخ زکزکی د هغه دخوشی کیدا لپاره دنیجریه د امینتی ځواک شرطونو ته کومه اشاره نه ده کړې .
هغه زیاته کړې ، له هغو کسانو څرنګه خبرې اترې کیدلی شی ، چې دهغوی لپاهر د مونږ خبرې اووړاندیزونه کوم اهمیّت نه لری .

دنیجریه د غه ستر دینی عالم په دوام کې ټینګار کړی ، هغه روده چې څلویښت کاله مخکې ئې پیل کړې ده ، هیڅکله به ئې بدله نه کړی اوتر وروستۍ سلګۍ پورې به خپلو سوله ایزو هلوځلو ته دوام ورکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي