برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکه دې د چين په کورنيو چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي

دیو رپوټ له مخې ميرمن هواچونينګ پرون د يو امريکائي چارواکي د څرګندونو په ردعمل کښې چې د چين د امنيتي ځواکونو لخوا په سين کيانګ سيمه کښې د زرګونو تنو د نيول کېدو دعوا يې کړې ده وويل: امريکې ته پکار دي د چين په کورنيو چارو کښې ګوتې نه وهي.


د چين د خارجه وزارت وياندې له امريکې وغوښتل چې د چين په باره کښې دې د غلطو خبرونو له خپرېدو ډډه وکړي.
مېرمن هواچونينګ زياته کړه،د سين کيانګ سيمې خلق په خپل ژوند او کار راضي دي او له صلح ايز او پرمختللي ژوند څخه خوند اخلي.
د امريکې د خارجه وزارت د ختيځې اېشيا او بحرالکاهل د ادارې معاون مرستيال لوراسټون پرون دعوا کړې وه چې د چين امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په سين کيانګ سيمه کښې په لسګونو زره تنه نيولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي