برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 1 جولای , 2018 لنډ لینک :

په یمن کې د امریکا اسراییلو او عربستان په خلاف مظاهرې

د المیادین ټي وي چینل د راپور له مخې یمنیانو په دغو مظاهرو کې چې د نوم یې و « له ساحله ملاتړ د ټولو مسوولیت» د مړه دې وي امریکا ، مړه دې وي اسراییل او آل سعود په شعارونو سره د سعودي تالي څټو اقداماتو وغندل.



په صنعا کې پرون هم د مدتي ټولنو د سازمانونو له خوا غونډې شوې وې ، هغوي له ملګرو ملتو غوښتل چې په یمن د تیري ګرو د حملو د ودرولو لپاره اغیزمن ګام پورته کړي.

په عین حال کې د یمن په لویدیځ کې د الحدیده ولایت په ځینو سیمو نن د سعودي ایتلاف لخوا پرله پسې حمله وشوې.
د سعودي تیري ګرو الوتکو همداراز د یمن په شمال کې د صعده ولایت ځینې سیمې بمباري کړې.
سعودي تیري ګر ایتلاف په دا وروستیو کې د الحدیده د اډې او بندر د نیولو لپاره عملیات پیل کړې دي چې له دې لارې په انقلابي او دیمن د انصارا… په ځواکونو فشار راولي . د الحدیده هوایی ډګر د نیولو په هکله د تیري ګرو د ایتلاف د رسنیو له بیا بیا ادعاګانو سره سره د یمن انقلابي ځواک او پوځ په دغه هوایي ډګر کې ځای پر ځای دی او ترې دفاع کوي.
عربستان د دوه زره پینځلسم کال له مارچه په یمن پراخه حمله پیل کړې چې د یمن مستعفي ولسمشر او خپل ګوډاګی منصور هادی دوباره د حکومت په ګدۍ کښینوي خو دغه هڅې تر اوسه د یمن د ولس په مقاومت سره ناکامه شوې دي.

شریک یي کړئ!