برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په الحدیده بندر باندې د سعودي ائتلاف د بریدونو زیاتیدا

د یوراپورله مخې د یمن خارجه وزیر پرون د خپل هیواد په چارو کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي مارټین ګریفیټس په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د انصار ا… دریځونه تل صلحې ته د رسیدو لپاره خبرې اترې پاتې شوې دي خو د سعودي ائتلاف وروستیو اقداتو د خبرواترو د بیا پيلیدو مخه نیولې ده.
د یمن په پلازمینه صنعاء کښې په ترسره شوې دغه کتنه کښې د دغه هیوا د خارجه وزیر مرستیال حسین العزي هم وویل: د دښمنانو پوځي حملې د ملګرو ملتو د ځانګړ استازي په ماموریت کښې د خنډ اچولو په موخه دي.
په یاده کتنه کښې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي هم وویل: د پوځي عملیاتو د بندولو او صلحې ته د لاسرسۍ او د یمن د ټولو خلکو د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره خپله پوره پوره هڅه کوم.
له بلې خوا د یمن د انصار ا… غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام له ګریفیټس سره په ملاقات کښې په الحدیده بندر باندې د ملګرو ملتو د څارنې په هکله د دغه سازمان طرحه غیرعقلي او د نړیوالو قوانینو او منشورونو مخالفه وبلله او ویې ویل: ملګرو ملتو ته د الحدیده بندر د مدیریت د انتقال موضوع په مذاکراتو کښې مطرح نه ده.
په عین حال کښې په انساني چارو کښې د ملګرو ملتو غږملونکي دفتر وویل: د یمن د لویدیځ په الحُدیده ښار کښې د جګړې د دوام له امله کابو پنځه زره یمني کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې دي.

شریک یي کړئ!