برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 15 آوریل , 2020 لنډ لینک :

پر یمن باندی د سعودي ائتلاف د بریدونو زیاتیدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع بیګا وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو دوه اویا ساعتونو کښې څه دپاسه سل ځله د هیواد په بیلابیلو سیمو بمبارې کړي دي . هغه وویل د سعودي عربستان جنګي الوتکو زیاتې بمباریانې په الجوف او مارب ولایتونو کښې کړي دي .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د اوربند د ټینګیدا په هکله د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له ادعا سره سره د دغه ائتلاف ځواکونو په تیرو دوه اویا ساعتونو کښې څه د پاسه دولس ځله د هیواد په بیلابیلو سیمو باندې د ځمکنیو حملو هڅه کړي ده .
د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ویاند ترکي الفیصل د تیرې پنجشنبې ورځې په سهار په یمن کښې د اوربند د موافقې اعلان وکړ خو په یمن کښې د سعودي عربستان د نمایشي اوربند د اعلان څو ساعتونه نه وو تیر شوي چې دغه ائتلاف د خپل یواړخیزه اوربند خلاف ورزۍ وکړه .

د یمن خلک د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د اوربند اعلان د خپلو قواو د پیاوړی کولو لپاره د وخت د ترلاسه کولو لپاره د ریاض تاکتیک ګڼي .
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د بې وزله هیواد پرضد حملو ، بمباریو او له سمندر ، ځمکې او هوا څخه کلابندیو ته دوام ورکړی او د دغه هیواد له شپاړس زرو(۱۶۰۰۰) څخه زیات بې ګناه خلک یې وژلي او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړي او په میلیونونو نور یې کډوال کړي هم دي .

شریک یي کړئ!