برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنج‌شنبه, 6 دسامبر , 2018 لنډ لینک :

د یمن پوځیانو د عربستان ګڼ شمیر وسلې او مهمات اولجه کړل

آریانانیوز: دالعالم ټیلی ویژن دراپور په اساس دیمن پوځ او ولسی کمیټیو د سعودی عربستان په جنوب کښې د «عسیر» ولایت د مجازه سیمې په لویدیځ کښې په یو لړ عملیاتو کښې ګوډاګیو عسکرو ته په درنو مرګ ژوبلو اړولو سره. ډیرې وسلې هم ونیولې.


د یمن عسکر او ولسی کمیټۍ دغه راز په عسیر ولایت کښې «علب »لارې ته نږدې ددښمن په تدارکاتی لارو هم کنټرول ترلاسه کړ .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو ددسمبر په دریمه(۳) نیټه هم د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دحملو دوام ته په غبرګون کښې په« عسیر» ولایت کښې د عربستان د عسکرو په مرکزونو د زلزال یو(Zelzal-1) ډوله درې(۳) توغندی ورویشتلی وو .
سعودی عربستان د امریکا د متحده عربی اماراتو، انګلستان ، اردن او دځینونورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵میلادی کال راهسې د یمن د خلکو پرضد حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل او په میلیونونو ښاریز کډوال شوی هم دی .

شریک یي کړئ!