برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 25 فوریه , 2020 لنډ لینک :

د پاکستان نوم په خړ فهرست کښې پاتی کیدل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د مالي اقدام ځانګړي ډلې فیصله وکړه چې د پاکستان نوم تر راتلونکي جون میاشتې پورې د هغو هیوادونو په خړ فهرست کښې وساتي کوم چې د ترهګرۍ د مالي تامین او د پیسو د وینځلو د مخه په نیولو کښې کافي کنټرول نلري
د مالي اقدام ځانګړي ډلې پرون په یوې بیانیې کښې وویل د دغه ډلې غړو هیوادونو موافقه وکړه چې د پاکستان نوم هماغه راز په خړ فهرست کښې وساتي .دغه راز چین د پاکستان د هڅو قدرونه وکړه .
د چین خارجه وزارت مخکې وویل چې د مالي اقدام د ځانګړي ډلې اکثرو غړو د ترهګرۍ د مالي تامین د مخه دنیولو لپاره د پاکستان په هڅو اعتراف  کړی دی .

شریک یي کړئ!