برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د سعودي د مشهور عالم د کورنۍ د غړو د بند موده وغځول شوه

آریانانیوز: د سعودي محکمې د دغه هېواد د یوه مشهور عالم د کورنۍ د غړو د بند سزا د لسو کلونو لپاره وغځوله.


د سعودي قضايي چارواکو د انديشي او فکر د يو شمېر بنديانو د بند موده د نورو لسو کلونو لپاره غځولې ده، چې په هغو کې د سعودي د مشهور عالم شيخ “سفر الحوالي” اولادونه او ورور هم شامل دي.

د دغو کسانو له نیول کېدو څه باندې پنځه کاله تېر شول، د سعودي محکمې دوی ته ظالمانه سزاګانې صادرې کړې او د شیخ سفر الحوالی د اولادونوعبدالله، عبدالرحمن، عبدالرحیم د بند سزاګانې یې زیاتې کړې. د دوی سزا له ۶ او ۷ کلونو بند څخه ۱۶ او ۱۷ کلونو بند ته لوړه شوې ده.

له بلې خوا د سعودي عربستان یوې محکمې د شیخ سعد الحوالي د شیخ سفر الحوالي ورور د بند سزا له ۴ کلونو څخه ۱۴ کلونو ته لوړه کړه.

د شیخ سفر الحوالی د کورنۍ غړي د توقیف په وخت کې له سختو شکنجو او سپکاوي سره مخامخ شول.

د هغه د کورنۍ غړي د خپل پلار د کتاب “المسلمون و الحضارة الغربیه” (مسلمانان او لویدیځ تمدن) له خپریدو وروسته ونیول شول.

شریک یي کړئ!