برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 11 آگوست , 2020 لنډ لینک :

د امریکایی ژورنال په قطر د برید لپاره د سعودي پلان افشا کړ

آریانانیوز: امریکايي مجلې فارن پالیسي په یوه افشا کړي راپور کې لیکلي چې سعودي پاچا د متحده ایالاتو ولسمشر ته په قطر د برید وړاندیز کړی .


امریکايي مجلې فارن پالیسي په یوه افشا کړي راپور کې لیکلي چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په ۲۰۱۷ کال کې پر قطر د برید لپاره وړاندیز کړی و ، چې ټرمپ یې په کلکه رد کړ.

د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، بحرین او مصر لخوا د قطر تر محاصرې یوه ورځ وروسته ، د ۲۰۱۷ کال د جون په شپږمه ورځ کی د سعودي عربستان پاچا له ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې او پر قطر یې د برید او د نیولو وړاندیز وکړ.

د خپرونې په وینا ، د لنډې مودې وروسته ، متحده ایالاتو د بحران د حل لپاره د کویټ څخه د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.

له دې دمخه ، د امریکا وال سټریټ ژورنال د می په ۲۰۱۹ کې راپور ورکړ چې سعودي اردو په ۲۰۱۷ کال کې پر قطر د برید پلان چمتو کړی و.

شریک یي کړئ!